کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د ښاري ملي بسونو څخه ۱۲ میلیونه عواید راټول شوي

29 عقرب 1401 ساعت 11:20

په هرات ولایت کې د ملي بسونو د ادارې مشر وايي، په هرات ولایت کې یې د ملي بسونو له فعالیت څخه شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.


آوا - هرات: د هرات د ملی پولیسو مشر مولوی محمد جمعه خادم وایی: اوس مهال د دغه شرکت په واک کې د ملی پولیسو ۵۷ عرادې وسایط شتون لری، چې یوازې ۱۸ ملی پولیس په فعالیت بوخت دی.
 
ده زياته کړه: له دې جملې څخه ١٢ ملي بسونه په ښار کې او شپږ نورې بسونه د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې فعالې دي.
 
په هرات کې د ملي بسونو مدير يادونه وکړه، چې هره ورځ له دغو ملي بسونو څخه ٢٥٠٠ تنه مسافر په کمه بيه ګټه اخلي.
 
نوموړي دغه راز په نږدې راتلونکي کې د دغه ولايت د ښار او ولسواليو په بېلابېلو برخو کې د يو شمېر نورو ملي بسونو د فعالېدو خبر هم ورکړ.
 
ښاغلي خادم همداراز څرګنده کړه: په یوه کال کې د دغو بسونو له فعالیتونو څخه شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ راټولې شوي دي.
 
هغه دا هم وويل، چې ډېرى دغه بسونه زاړه دي او له ستونزو سره مخ دي، چې د ترميم لګښت به يې دغه شرکت ورکوي.
 
د هرات د ملي بسونو د ادارې مشر د دغه ولايت د ملي بسونو د بيارغونې لپاره د هېواد مرکز ته د تګ پلان اعلان کړ.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له پراخو او ګڼ مېشتو ولايتونو څخه دى، چې خلک يې د خپلو اداري او شخصي چارو په ترسره کولو کې له شخصي او دولتي موټرو څخه کار اخلي.
 
هرات په وروستیو کلونو کې د نفوسو د کثافت او په ښار کې د شخصي موټرو د زیاتوالي له امله د هوا د ککړتیا د زیاتوالي شاهد دی.
 


د مطلب کود: 261173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261173/په-هرات-کې-د-ښاري-ملي-بسونو-څخه-۱۲-میلیونه-عواید-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com