دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 261181
صادق خان او د صحت سرپرست وزير ملاقات/ پاکستان د هغو روغتونونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي چې دوی یې جوړ کړي دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندرعباد سره د لیدنې خبر ورکړی دی. نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې په دې ليدنه کې يې په افغانستان کې د جوړو شويو روغتونونو لپاره د خپل هېواد پر مالي ملاتړ ټينګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې پرون شنبه (عقرب ۲۸) یې په اسلام آباد کې له قلندرعباد او ورسره پلاوي سره کتلي.
 
په دې غونډه کې صادق خان وویل چې د خیبر پېښور طبي پوهنتون به په افغانستان کې طبي ښوونځي جوړ کړي ترڅو هېواد د روغتیايي خدمتونو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پوهنتون سلګونه افغان ډاکټران روزلي دي.
 
صادق خان همداراز ټینګار کړی چې پاکستان به په افغانستان کې د جوړو شویو روغتونونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcevz8wzjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته