دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 261188
د ایران د پارلمان د امنیت د کمیسیون یوه غړي د ملي استوګنې د سازمان د پلان د سمدستي تصویب غوښتنه وکړه
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه غړي ویلي دي چې دغه قانون د ایران له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او باید ژر تر ژره تصویب شي. هغه ویلي دي چې په ایران کې د زیات شمیر کډوالو سره سره د هغه هیواد نشي کولای چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو له مرستو څخه په سمه توګه استفاده وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون غړی رحیمی جهان آبادی وایی چې په ایران کې د میشتو بهرنیو اتباعو په برخه کې د هراړخیزو احصایو د نشتوالی له امله موږ نشو کولای له دغه هیواد څخه په سمه توګه ګټه واخلو.
 
هغه وویل چې د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست کمیسیون چمتو دی چې هرڅومره ژر چې کیږی د ملی استوګنی د پلان قانون تصویب کړی .
 
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړی په دغه هیواد کښې د مهاجرت د ملی ادارې د رامینځته کیدو په باره کښې څرګنده کړه: بې له شکه د امنیتی ادارو، مقننه موسسو، څیړنیزو موسسو او اجراییه بنسټونو د مرستې لپاره یو ځانګړی سازمان ته اړتیا ده.
 
ده وويل چې له نړيوالو سازمانونو سره اړېکو ته اړتيا ده؛ له دې امله چې په ایران کې د مهاجرینو د ډیر مقدار سره سره، دغه هیواد له نړیوالو خدماتو څخه کار نه دی اخیستی.
 
رحیمي جهان آبادي زیاته کړه: په دغه هیواد کښې د زیات شمیر مهاجرینو د اوسیدو له امله ایران نه دی توانیدلی چې د ملګرو ملتو، یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او نورو مرستندویه موسسو له خدمتونو او مرستو څخه برخمن شي.
 
د ایران د پارلمان دغه غړي دې ته په اشارې سره چې د ملي استوګنې د سازمان د قانون طرحه د دغه هیواد له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ له کمیسیون سره د دغه هیواد د شوراګانو په همکارۍ ټینګار وکړ. هڅه کوي چې دغه قانون ژر تر ژره تصویب شي.
 
https://avapress.com/vdcbw8b5wrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته