کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه د تېلو په واردولو سره د تېلو بیه راټیټه شوې ده

29 عقرب 1401 ساعت 14:44

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د اسلامي امارت او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ د نفتو د واردولو د تړون په پایله کې د هیواد په بازارونو کې د تیلو په بیه کې ۴ سلنه کموالی راغلی دی.


آوا - کابل: په تېره یوه اوونۍ کې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د پټرول او ډېزلو په بیو کې څلور سلنه کموالی راغلی چې له امله یې په تېرو لسو ورځو کې د ډیزلو بیه له ۹۷ څخه ٩٤ افغانيو او د پټرولو بيه له ٨١ څخه تر ٧٦ افغانيو راټيټه شوې ده.
 
د دې بیې له راټیټیدو وروسته د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د آوا له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د تیلو او خوراکي توکو کمول د امارت پالیسي ده، څو واردات وکولای شي او د هیواد اتباعو ته ګټه ورسوي.
 
هغه زیاته کړه، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دې تګلارې په پام کې نیولو سره، د نفتي توکو د واردولو پروسه اسانه کړې او په دې برخه کې یې د ایران او روسیې له هېوادونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
 
جواد زیاته کړه چې د دغه وزارت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ شوی تړون په حقیقت کې عملي کیږي، خو له روسیې سره دغه تړون تراوسه نه دی عملي شوی.
 
دغه راز که څه هم جواد د نفتي توکو پر وارداتو د تعرفې د کمېدو په اړه څه ونه ويل؛ خو هغه زیاته کړه، چې په فقر کې د افغان ولس د ښکېلتیا له امله، اسلامي امارت د نفتي توکو پر وارداتو تعرفه کمه کړې ده.
 
د ده د څرګندونو له مخې، دا کار د دې لامل شوی، چې خصوصي سکتور د وارداتو کچه لوړه کړي.
 
جواد څرګنده کړه، اسلامي امارت په نورو برخو کې هم اقتصادي تګلاره غوره کړې او ډېر ژر به د اومو موادو بیې راټيټې شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اوبلن ګاز په بیه کې کوم توپیر نه دی راغلی او اوس هم د هېواد په بازارونو کې هر کیلو ګاز په ۶۶ افغانۍ پلورل کېږي.
 
په همدې حال کې د هېواد خلک د تېلو، پټرولو او ډېزل تېلو د بيو د راټيټېدو هرکلى کوي او له حکومته غواړي چې د هېوادوالو اقتصادي وضعيت ته په کتو دې بيې نورې هم ټيټې کړي.
 


د مطلب کود: 261195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261195/له-ایران-څخه-د-تېلو-په-واردولو-سره-بیه-راټیټه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com