کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ بېرته پيل شوه

29 عقرب 1401 ساعت 15:52

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، هېواد ته د یو میلیون او ۷۰۰ زره نویو برېښنايي تذکرو په رسېدو سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شوی دی.


آوا: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په افغانستان کې د یو میلیون او ۷۰۰ زره برېښنايي تذکرو د رارسیدو خبر ورکړی دی.
 
دغه رياست تېره شپه (د عقرب ٢٨مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د نويو برېښنايي تذکرو په رارسېدو سره په هېواد کې د وېش لړۍ په عادي ډول پيل شوې ده.
 
د احصایې مرکزي ادارې ویلي دي چې د دغو زیږون سندونو د چاپولو قرارداد د جنوبي کوریا له یوه شرکت سره لاسلیک شوی دی.
 
ویل شوي چې د برېښنايي تذکرو کې ځینې بدلونونه راغلي؛ خو دغه د برېښنايي تذکري اوس هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې چاپ شوي دي.
 
په برېښنايي تذکرو کې د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره لیکل شوې ده.
 
بل بدلون چي په برېښنايي تذکر وکې اضافه شوی د دې د اعتبار موده ده چې ۱۰ کلونو ته لوړه شوې.
 
په همدې حال کې د احصایې د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وايي، ډېر ژر به له قطر څخه افغانستان ته ۱.۳ میلیونه نور د برېښنايي تذکرو هم وارد شي.
 
د هغه په ​​وينا، د برېښنايي پېژندپاڼو د هرې نوې ټوټې د چاپ لګښت يو نيم امريکايي ډالر دى، چې مرکزي بانک ورکوي.
 


د مطلب کود: 261203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261203/په-هېواد-کې-د-برېښنايي-تذکرو-وېش-لړۍ-بېرته-پيل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com