کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیانو کې د یوې مرستندویه موسسې له خوا د خپلسرو ګمارنو او د مرستو د غیر عادلانه ویش په اړه شکایت

30 عقرب 1401 ساعت 10:37

د بامیان ولایت یو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو د مرستو په وېش کې د بې عدالتۍ او د IRC په بستونو کې د خپلسري ګمارنې په اړه شکایت کړی دی.


آوا - بامیان: د بشری مرستو په برخه کې د نړیوالو مرستو اداره (IRC) چې په دې وروستیو کې د بامیان ولایت د یو شمیر اوسیدونکو او مدنی فعالانو له خوا له نیوکو سره مخ ده.
 
محمد علي چې د کمپیوټر ساینس څخه فارغ شوی او اوس وزګار دی، آوا سره په خبرو کي وویل: «زه له ډیرې مودې راهیسې د IRC په شمول نورو ادارو ته مي هم خپل اسناد ورکړي او شرایط یې هم لرم، خو شارټ لیست شوی نه یم. له خپلو ملګرو وپوښتم، دوی وايي چې پخوا به د دې ادارو مشران بهرنیان وه، خو کله چې په دې بستونو کې داخلي کسان ګومارل شو، نو ټول خلک یې د خپل ذوق مطابق ګماري.
 
عصمت الله حسن زاده یو له هغو نورو کسانو څخه دی چې د IRC دفتر ورته د ازموینې ورکولو غوښتنه کړې وه، خو هغه ته اجازه ورنکړل شوه چې په ازموینه کې ګډون وکړي.
 
هغه وايي: «تېره ورځ ما ته زنګ وواهه چې ورشم او امتحان ورکړم، خو کله چې د IRC دفتر ته لاړم، د دې دفتر دننه منځګړي کسان د دوی لخوا دننه شول، خو ما ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه».
 
د دې ادارې فعالیت د دغه ولایت د مدني فعالانو لپاره هم شکایتونه راپورته کړي دي.
 
د وردګو څخه استخدام، په بامیان کې کار
د بامیانو یو مدني فعال عبدالله شیغان وايي، د IRC په ګډون د نړیوالو ادارو په پوستونو کې د خلکو ګومارنه له نړیوالو معیارونو پرته ترسره کېږي.
 
هغه وايي: "د IRC په دفتر کې یوازې ۸۰ پوستونو ته له ۸۰ زیات غیر محلي کسان په دندو ګومارل شوي، په داسې حال کې چې د بامیان خلک کار ته اړتیا لري او ډېری کارکوونکي یې بېکاره دي."
 
هغه زیاتوي: «کله چې د اکبر سایټ بست اعلان شي، سبا به د وردګو څخه یو څوک په همدې بست کې په کار وګومارل شي».
 
د آوا خبریال ته ګواښ
په بامیان کې د دې ادارې ساحوي دفتر ته په کتو مو د هغوی نظر وغوښت، خو په بامیانو کې د دې ادارې مسوولینو له مرکې کولو ډډه وکړه او په کابل کې مو د یوه کس له خولې چې ویل یې د مخابراتو مسؤل دی، ټیلیفون وکړ، مرکه مو وکړه، خو کله مو چې په مطلوبه شمېره چې عزيز خلق نومېده، زنګ وواهه، د مرکې د غوښتنې په ځواب کې يې وويل: که زموږ د دفتر له همغږۍ پرته زموږ د دفتر په اړه راپور جوړ شي، ښه پايله به ونه لري. "
 
په همدې حال کې د ټولنيزو او اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په باميان ولايت کې له سيمه ييزو ځواکونو څخه د استفادې نشتوالى به ټولنې ته نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي.
 
د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه فیروزالدین مرادي وايي:«داسې ګنګوسې دي چې ځینې ادارې له ملکي کارګرانو کار نه اخلي او که بنسټونه د خپلو استخدام لپاره له سیمه ییزو کارپوهانو کار وانخلي، نو فقر به پراخ شي».
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په مرستندويه ادارو کې د مذهب، قوم، ژبې، خپلوۍ او نورو پر بنسټ د خلکو د ګومارلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د مرستو د غیر عادلانه ویش په اړه هم ورته شکایتونه شته.
 


د مطلب کود: 261226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261226/په-بامیانو-کې-د-یوې-مرستندویه-موسسې-له-خوا-خپلسرو-ګمارنو-او-مرستو-غیر-عادلانه-ویش-اړه-شکایت

آوا
  https://www.avapress.com