کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داسلامي امارت او پاکستان ترمنځ په سرحدي نښته کې ۵ تنه ووژل شول

30 عقرب 1401 ساعت 10:44

په پکتیا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی. د دوی په وینا په دې جګړه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مانیتورینګ: په پکتیا ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې د اسلامی امارت ځواکونه او ملکیان هم شامل دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د څمکني ملکي روغتون ته ١٢ ټپيان او درې مړي او درې ټپيان او دوه مړي د پکتيا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
په ډنډ پټان سيمه کې يوې بلې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي اطلاعات روز ته ويلي چې پاکستاني لوري پولې ته څېرمه د ملکي خلکو پر کورونو د هاوانونو بريدونه کوي.
 
د دغې سرچینې په وینا، اسلامی امارت د پاکستان درې سرحدي امنیتي پوستې هم ویجاړې کړې دي.
 
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د پولې بلې غاړې ته د یو شمېر ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
 
سرچينه وايي، چې دغه شخړه تېر ماښام (يکشنبه، عقرب ۲۹) د "خرلثي" دروازې ته څېرمه پيل شوې او تر اوسه د دې نښتې انګېزه نه ده څرګنده.
 
د دواړو لورو چارواکو د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
 
په وروستیو ورځو کې دا د افغانستان په پوله کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو تر منځ پرله پسې جګړه ده.
 


د مطلب کود: 261227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261227/داسلامي-امارت-او-پاکستان-ترمنځ-په-سرحدي-نښته-کې-۵-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com