دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 261227
داسلامي امارت او پاکستان ترمنځ په سرحدي نښته کې ۵ تنه ووژل شول
په پکتیا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی. د دوی په وینا په دې جګړه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: په پکتیا ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې د اسلامی امارت ځواکونه او ملکیان هم شامل دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د څمکني ملکي روغتون ته ١٢ ټپيان او درې مړي او درې ټپيان او دوه مړي د پکتيا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
په ډنډ پټان سيمه کې يوې بلې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي اطلاعات روز ته ويلي چې پاکستاني لوري پولې ته څېرمه د ملکي خلکو پر کورونو د هاوانونو بريدونه کوي.
 
د دغې سرچینې په وینا، اسلامی امارت د پاکستان درې سرحدي امنیتي پوستې هم ویجاړې کړې دي.
 
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د پولې بلې غاړې ته د یو شمېر ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
 
سرچينه وايي، چې دغه شخړه تېر ماښام (يکشنبه، عقرب ۲۹) د "خرلثي" دروازې ته څېرمه پيل شوې او تر اوسه د دې نښتې انګېزه نه ده څرګنده.
 
د دواړو لورو چارواکو د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
 
په وروستیو ورځو کې دا د افغانستان په پوله کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو تر منځ پرله پسې جګړه ده.
 
https://avapress.com/vdcf0yd0ew6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته