کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سپین بولدک - چمن پوله پرانیستل شوه

30 عقرب 1401 ساعت 11:31

د چارواکو په وينا، د کندهار د سپين بولدک پوله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتريخوالي له امله له شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې تړل شوې وه، نن (دوشنبه، عقرب ٣٠) د دواړو هېوادونو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته د مسافرو او سوداګريزو توکو پر مخ پرانيستل شوه.


آوا: دغه لاره د پاکستان پر سرحدي ځواکونو د وسله وال برید وروسته وتړل شوه. ویل شوي چې پاکستان د هغه کس د سپارلو غوښتونکی وو چې پر پاکستاني پوځیانو یې ډزې کړې وې او د سپین بولدک د لارې د پرانیستلو لپاره یې دا شرط ایښی وو.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې يو پاکستانی سرتېرى وژل شوى وو او دوه نور ټپيان وو.
 
ادعا شوې وه چې دغه وسله وال د اسلامي امارت غړی دی، خو سرپرست حکومت هغه «نامعلوم کس» بللی دی. پرون داسې راپورنه خپاره شول چې اسلامي امارت دغه وسله وال کس پاکستان ته سپارلی دي، خو د اسلامي امارت ویاند دغه ادعا رد کړه.
 
خو په کندهار کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک - چمن لار نن دوشنبه (عقرب ۳۰) د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
 
په دې وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
 
پرون مازدیګر مهال د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سختې جګړې شاهد و. ويل کيږي چې دغې نښتې مرګ ژوبله هم اړولې ده. د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 261234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261234/د-سپین-بولدک-چمن-پوله-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com