دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 261243
له دوحې څخه د الوتنو بیا پیلول/ امریکا د قطر ستاینه وکړه
له دوحې څخه تل ابیب ته د مستقیمو الوتنو د بیا پیلیدو او د افغان کډوالو د ایستلو او امریکا ته د هغوی د لیږدولو د بهیر د دوام په هکله د جوبایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د قطر د دغه اقدام ستاینه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: قطر چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه دی، د اسرائیلو د حکومت له جوړېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو اجازه ورکړه.
 
له بلې خوا د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ (عقرب ۳۰) د دغې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د قطر له همکارۍ او دغه هېواد ته د امریکايي اتباعو او افغانانو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو مننه کړې ده.
 
په اعلامیه کې راغلي چې قطر په نړۍ کې د لومړي او ستر ترانزیتي نقطې په توګه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د خلکو د لېږدولو په برخه کې د امریکا د هڅو په سر کې دی.
 
د راپورونو له مخې، په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې له قطر څخه امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر او دغه راز د دوحې او کابل ترمنځ الوتنې هم بندې شوې دي.
 
اوس مهال زرګونه افغانان د قطر په کمپونو کې امریکا ته د لېږدېدو په تمه دي.
 
https://avapress.com/vdcdof0xsyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته