کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې یو موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي دي

30 عقرب 1401 ساعت 13:38

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د پلخمري ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او یو ټپي دی. په تیرو دوو ورځو کې دا دریمه ترافیکي پیښه ده او په بغلان کې و سیند ته د موټر د د لویدو دویمه پیښه ده.


آوا: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی آوا ته وویل: دغه پیښه نن سهار ۹:۳۰ بجې د عقرب په ۳۰مه نیټه د یوه موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوه. پېښه د پلخمري ښار د برآقا په ۵۹ سړک کې رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د موټر ډېر سرعت ښودل شوى دى.
 
د برهاني په خبره، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د بغلان په خانجان ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر و سیند ته د لوېدو له امله ۴۹ تنه مړه او ټپیان شوي وو.
 
دغه راز د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ په کلګي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 261245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261245/په-بغلان-کې-یو-موټر-سیند-ته-لوېدلی-چې-له-امله-یې-۵-تنه-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com