دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 261245
په بغلان کې یو موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي دي
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د پلخمري ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او یو ټپي دی. په تیرو دوو ورځو کې دا دریمه ترافیکي پیښه ده او په بغلان کې و سیند ته د موټر د د لویدو دویمه پیښه ده.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه پیښه نن سهار ۹:۳۰ بجې د عقرب په ۳۰مه نیټه د یوه موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوه. پېښه د پلخمري ښار د برآقا په ۵۹ سړک کې رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د موټر ډېر سرعت ښودل شوى دى.
 
د برهاني په خبره، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د بغلان په خانجان ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر و سیند ته د لوېدو له امله ۴۹ تنه مړه او ټپیان شوي وو.
 
دغه راز د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ په کلګي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdcfjyd0tw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته