افغان غږ خبری آژانس: حسن کاظمی قمی چې د افغانستان د مسئلې په اړه د مسکو د غونډې نه وروسته له سپوتنیک خبری آژانس سره په مرکه کښې وویل: د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان باید د افغانستان په چوکاټ کښې کار وکړی.
په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې دا وړاندیز د دې لپاره نه دی چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پوځي کمپاین په څېر لارې چارې ولټوي، بلکې دا چې کابل د پوځیانو د روزنې، د معلوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو له لارې مرسته وکړي. په خبره یې، ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.
د افغانستان په چارو کښې د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې له ګاونډيو هېوادونو سره د خلقو د امنيت او د پولو د ساتنې مسووليت د افغانستان د رهبرۍ په غاړه دي او ويې ويل: دا د مرستې لاره ده.
د هغه په وينا، د تروريزم د ګواښ په رڼا کې امنيتي مسايل يوه جدي موضوع ده، ځکه ترهګري هېڅ پوله نه پېژني، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنيت نشتوالى او بې ثباتي پر ګاونډيو هېوادونو او ټوله سيمه اغېزمنوي.
په ورته وخت کې دغه نامتو ایراني دیپلومات ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت او ثبات د یوه ټول شموله او ولسپاله حکومت له جوړېدو سره مستقیم تړاو لري.
ده وويل: د افغانستان د مسئلې په باب د مسکو د غونډې هدف د افغانستان د حالاتو د ښه والي لپاره د لارو چارو موندل او د دغه هېواد په چارو کې له لاسوهنې پرته مرسته کول دي.
د کاظمي قمي په وینا، د مسکو وروستۍ غونډه له کابل سره د مرستې لپاره د لارو چارو د موندلو او همدارنګه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي، په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په هدف جوړه شوې وه.
هغه وويل: "د دغه سيمه ييز نوښت په چوکاټ کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د لارو چارو لټول د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي. زه فکر کوم چې د مسکو غونډه د افغانستان د وضعيت له ښه والي سره مرسته کولى شي."
دا لومړی ځل دی چې د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان د تروریستي ګواښونو په وړاندې چې د دغو هېوادونو اندېښنې یې راپارولي دي، د افغانستان د اوسني حکومت د ملاتړ لپاره یوه نوې امنیتي حل لاره او وړاندیز وړاندې کوي. د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د دغه طرحې وړاندې کول ډیر اهمیت لري او کولای شي چې په افغانستان کې د امریکا د مداخلې او نفوذ لپاره یو ځل بیا زمینه مساعده کړي او په همدې خاطر باید د نورو هیوادونو له خوا یې هرکلی او عملي شي. خو باید وویل شي، چې اسلامي امارت په ځلونو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د دغو هېوادونو پر وړاندې له افغانستان څخه هېڅ ګواښ نشته او حکومت یې د هېواد وضعیت په ځانګړې توګه د امنیتي اړخ په کنټرول کې دی