کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي خبرو اترو پیل/ اسلامی امارت: نور د قدرت جزیرې نشته

30 عقرب 1401 ساعت 14:37

په افغانستان کې د ملي خبرو اترو د پیلېدو خبره راپورته شوې، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې باور دی چې نور په هېواد کې د تېر په څېر د واک او حیثیت ټاپو وزمه نه ده پاتې شوې او له سیاسي اړخه د خبرو زمینه برابره شوې ده.


آوا: اسلامي امارت په هیواد کې د ملي خبرو د پیلولو په مناسبت وايي چې اوس د واک جزیرې لیرې شوي او د سرپرست حکومت چارواکي هره ورځ له سیاسي شخصیتونو سره خبرې کوي.
 
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د ملي خبرو د ترسره کولو په اړه کوم څرګند ځواب نه ورکوي. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت له سیاسي شخصیتونو سره په تماس کې دی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: د اسلامي امارت له راتګ وروسته یو قوي مرکزي نظام رامنځ ته شوی او په هیواد کې هیڅ ډول قومي، سمتي او مذهبي تفرقه نه شته او اسلامي امارت هڅه کوي چې له دوی سره اړیکه ټینګه کړي.
 
یو شمېر سیاسي څېرې په هېواد کې د ځینو ستونزو د هواري لپاره د ملي بحث پیلېدل یوه اړتیا ګڼي. دوی باور لري چې دا بهیر به د هېواد د سوکالۍ او هوساینې لپاره لاره پرانیزي.
 
د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني طلوع نیوز ته وویل: که اسلامي امارت غواړي چې سرفراز په دې خاوره کې ژوند وکړي او حاکم شي او بالاخره د خلکو په زړونو کې ځای ولري، د ملي پیوستون لپاره باید اسانتیاوې برابرې کړي. خبرې وکړي تر څو د افغانستان خلک ډاډمن شي.
 
د نړیوالو اړیکو کارپوه سنګر امیرزاده وايي: نړۍ دا مهال پر سولې ټینګار کوي، یعني پر خبرو ټینګار کوي، ډېره ښه اجماع رامنځ ته شوې، ډېر مناسب فرصت رامنځته شوی.
 
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني حکومت د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون د دغه هېواد یو شمېر سیاسي څېرو ګډون کړی و. اسلامي امارت په هیواد کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د ملي اجماع پر رامنځته کیدو ټینګار کړی دی.
 
د سیاسي مسایلو کارپوه فضل الهادي وزین وویل: "د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د ملي ډیالوګ پیل، ډیالوګ، د نظریاتو تبادله او یوې اجماع ته رسیدل بیړنۍ او اساسي اړتیا ده."
 
بین الافغاني خبرې د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې په تړون کې یو له هغو څلورو مادو څخه دی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې دا خبرې به وشي او که نه.
 


د مطلب کود: 261255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261255/د-ملي-خبرو-اترو-پیل-اسلامی-امارت-نور-قدرت-جزیرې-نشته

آوا
  https://www.avapress.com