دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 261258
یونیسف د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د چټکتیا غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تېرې یکشنبې په ورځ (عقرب ۲۹) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د ۱۳ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۴ میلیونه کسان بشری مرستو ته اړتیا لری.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري.
 
یونیسف له نړیوالې ټولنې څخه د ۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ویل کیږي چې دغه رقم د دغه سازمان په تاریخ کې بې ساری دی چې له یوه هیواد سره یې معامله کړې ده.
 
دغه سازمان اعلان کړی چې تر اوسه پورې د دې پیسو شاوخوا ۴۶ سلنه چمتو شوې ده.
 
یونیسف خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کال کې به ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري چې د سږ کال په پرتله څلور میلیونه زیات دي. دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې کار د ترسره کولو لپاره ۴،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
 
د یونیسف په راپور کې له اسلامي امارت غوښتل شوي چې د ملي او نړیوالو خیریه موسسو په اړه خپله نوې تګلاره له دغو بنسټونو سره همغږي کړي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یادونه کړې چې اوس مهال د دوی کوچنۍ ډلې د اسلامي امارت له سیمه ییزو چارواکو سره همغږي دي او تر یوې عمومي توافقنامې پورې به خپل کار ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcjive8ouqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته