کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو وزارت د مس عینک کان د استخراج بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه

30 عقرب 1401 ساعت 16:51

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین د MCC له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې چې د مس عینک کان د قرارداد ځان سره لري، وویل: د دغه کان د استخراج بهیر باید چټک شي.


آوا: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن دوشنبه (عقرب ۳۰) د چین د MCC له اجرائیه رئیس اوو مین سره وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې کتنه کې د کانونو سرپرست وزير د مس عینک پروژې په اړه خبرې کړې. هغه د ننګونو پر حل ټینګار وکړ او له MCC څخه یې وغوښتل چې د تړون له مخې خپل ټول مسؤلیتونه او مکلفیتونه پوره کړي.
 
نوموړي په ياده شوې پروژه کې د عملي کار غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې د استخراج چارې دې ژر تر ژره پيل شي.
 
ويل کيږي چې په دې کتنه کې د MCC شرکت اجراييه رئيس هم د مس عینک د پروژې د عملي کار د پيل په خاطر د دغه شرکت د هلو ځلو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: د مس عينک له ساحې څخه د لرغونو اثارو له بشپړې ليږدونې وروسته به د دغه شرکت له هلوځلو څخه خبر ورکړ شي او وروسته دوی به خپل ساختماني کار پیل کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د لوګر ولایت د مس عینک کان په نړۍ کې د مسو یو له سترو کانونو څخه دی چې د استخراج چارې یې چینايي کمپنۍ MCC ته سپارل شوي دي.
 


د مطلب کود: 261274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261274/د-کانونو-وزارت-مس-عینک-کان-استخراج-بهیر-چټکولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com