دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 261274
د کانونو وزارت د مس عینک کان د استخراج بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین د MCC له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې چې د مس عینک کان د قرارداد ځان سره لري، وویل: د دغه کان د استخراج بهیر باید چټک شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن دوشنبه (عقرب ۳۰) د چین د MCC له اجرائیه رئیس اوو مین سره وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې کتنه کې د کانونو سرپرست وزير د مس عینک پروژې په اړه خبرې کړې. هغه د ننګونو پر حل ټینګار وکړ او له MCC څخه یې وغوښتل چې د تړون له مخې خپل ټول مسؤلیتونه او مکلفیتونه پوره کړي.
 
نوموړي په ياده شوې پروژه کې د عملي کار غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې د استخراج چارې دې ژر تر ژره پيل شي.
 
ويل کيږي چې په دې کتنه کې د MCC شرکت اجراييه رئيس هم د مس عینک د پروژې د عملي کار د پيل په خاطر د دغه شرکت د هلو ځلو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: د مس عينک له ساحې څخه د لرغونو اثارو له بشپړې ليږدونې وروسته به د دغه شرکت له هلوځلو څخه خبر ورکړ شي او وروسته دوی به خپل ساختماني کار پیل کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د لوګر ولایت د مس عینک کان په نړۍ کې د مسو یو له سترو کانونو څخه دی چې د استخراج چارې یې چینايي کمپنۍ MCC ته سپارل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchqznik23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته