کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرستو د غیر عادلانه ویش په اړه شکایت؛ د باميان والي د ژغورنې د نړيوالې کمېټې استازي احضار کړل

1 قوس 1401 ساعت 9:52

په بامیان ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د مرستو د غیر عادلانه ګمارنو او وېش په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د دې ادارې استازی او ساحوي مشر احضار کړ.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بامیان والي د ژغورنې د نړیوالې کمیټې استازی او سیمه ییز مشر حبیب الرحمن احدي احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې په دې اړه راپور وړاندې کړي.
 
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د باميانو والي له مرستندويه بنسټونو څخه غوښتي دي چې د مرستو د ويش او ګمارنې په برخه کې د بې پرېتوب اصول مراعات کړي.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې، هېڅ اداره او بنسټ حق نه لري چې له ذوق سره معامله وکړي او له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.
 
د بامیان والي وویل چې د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې باید ټول بنسټونه د شفافیت او عدالت د تامین لپاره عمل وکړي.
 
د باميان والي له ښاريانو او رسنيو څخه وغوښتل چې د ادارو د بې عدالتۍ په اړه اسناد حکومت ته وسپاري.
 
په همدې حال کې د دې ادارې مشر ویلي چې که دا ډول خبرونه ثابت شي له خپلې دندې به استعفا وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د باميانو ولايت د اوسېدونکو له خوا د بنسټونو په ځانګړې توګه د نړيوال انستيتيوت (IRC) له خوا د مرستو په وېش کې د نه شفافيت په اړه شکايتونه شوي دي.
 
په دې اړه د راپور له خپرېدو وروسته د بامیانو والي د دې ادارې مشر معرفي کړ او د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه یې وکړه.
 


د مطلب کود: 261282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261282/د-مرستو-غیر-عادلانه-ویش-په-اړه-شکایت-باميان-والي-ژغورنې-نړيوالې-کمېټې-استازي-احضار-کړل

آوا
  https://www.avapress.com