دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 261286
پخواني ولسمشر او ډیري دوسیی/ اشرف غني په یوه خیالي ځمکه کي اوسېده
په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) ویلي چې اشرف غني په یوه خیالي ځمکه کې ژوند کاوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) چې په دې وروستیو کې یې د افغان حکومت د سقوط لاملونه څېړلي، په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر مایکل مکینلي له خولې ویلي چې ولسمشر غني د واقعیتونو څخه لیري او په یوه خیالي ځمکه کې ژوند کاوه.
 
د سیګار په وینا، د افغانستان له اندېښنو ډکو واقعیتونو نه د پخواني ولسمشر غفلت هم د هغه د ادارې په لومړیو ورځو کې یوه ستونزه وه.
 
د یادولو وړ ده چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په تېښته او د نظام په سقوط سره د افغانستان خلک له سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخه له سختو حالاتو سره مخ شول.
 
https://avapress.com/vdcaa6nui49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته