دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 261297
د فرانسې د یوه ګوند استازي په دغه هیواد کې د نژاد پرستۍ پر زیاتیدو نیوکه وکړه
د فرانسې په پارلمان کې د یو ګوند استازي کارلوس مارتینز بیونګلو، چې د توکمیز سپکاوي سره مخ شوی، ویلي دي چې په ټوله اروپا کې توکم پالنه مخ په زیاتیدو ده.
افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې د پارلمان غړي کارلوس مارتینس بیونګلو ویلي، چې په ټوله اروپا کې توکم پالنه شتون لري او دا چلند مخ په زیاتیدو دی.
 
بیونګلو چې یو همکار یې له هغه څخه وغوښتل چې افریقا ته ستون شي، وویل: دا د فرانسې د خلکو او د دې هیواد نړیوال انځور لپاره ښه نه ده. په فرانسوي ټولنه کې د بهرنیانو په وړاندې توکمپالنه او کرکه شتون لري او د فرانسې پارلمان هم د فرانسې د ټولنې انعکاس دی.
 
د فرانسې د دغه استازي څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د دغه هېواد د پارلمان يوه استازي "ګريګور دوفورنس" د پارلمان په عامه تالار کې له هغه څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي.
 
دا عمل د فرانسې د نورو استازو لخوا توکمیز سپکاوی بللی شوي.
 
ډی فورناس چې د مدیترانې په بحر کې د مهاجرینو د وضعیت په اړه یې خبرې کولې، خپل همکار کارلوس مارتینز بلونګلو ته چې تور پستي دی، ویې ویل: "تاسو باید بیرته افریقا ته لاړ شئ."
 
د يادونې وړ ده، چې د فرانسې په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د توکم پالنې او د پناه غوښتونکو له ننوتلو سره د مخالفت مسئله په تېرو څو کلونو کې ډېره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdccosqim2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته