نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې په چین کې د کیمیاوي موادو په یوه عمده پلور مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۳۸ ته پورته شوی دی.
په چین کې د کیمیاوي موادو د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ته ورسېد
1 قوس 1401 ساعت 13:50
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې په چین کې د کیمیاوي موادو په یوه عمده پلور مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۳۸ ته پورته شوی دی.
آوا: نړیوالو رسنیو په چین کې د کیمیاوي او صنعتي توکو په عمده پلورونځي کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی.
اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې دا ناڅاپه اور د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۱ مه د چین په هونان ښار کې د کیمیاوي توکو د پلور په یوه مرکز کې رامنځ ته شو.
ځايي چارواکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې اور لګېدنه کې ۳۸ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل معلوم نه دی. خو د امنيتي تدبيرونو د نه پاملرنې او د چارواکو تر منځ د فاسدو سياليو له امله رامنځته شوې صنعتي پېښې په چين کې بې سارې نه دي.
د توکو د ذخیره کولو ناسم شرایط، د پیښو په وخت کې د وتلو لارو بندول او د اور وژنې تجهیزاتو نشتوالی په تیرو وختونو کې د دا ډول پیښو ډیری لاملونه دي.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې هم د چین په بندري ښار تیانجین کې د کیمیاوي موادو د ذخیره کولو په یوه فابریکه کې یوې زورورې چاودنې تر ۱۷۰ زیات کسان وژلي وو.
د مطلب کود: 261304