دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 261317
د "اسلامي امارت" په رامنځته کېدو سره د قضايي ارګانونو فعالیت ښه شوی دی
د مزارشريف ښاريان وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره د عدلي او قضايي ارګانونو فعاليتونه د پخوا په پرتله ښه شوي او ښاريان د طالبانو له قضاوت څخه راضي دي< خو بې وزلي او د کار نشتوالي خلک ستړي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: سید محمد رضا فرجاد؛ د رسنيو فعال او د بلخ پوهنتون محصل د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې قضايه قوه په ټولنه کې د عدالت د ټينګښت په موخه د جزايي، حقوقي او جنايي قضيو د څېړلو مسووليت لري.
 
هغه په ​​دوام کي وويل: د حقوقي او جزايي قضيو په تعقيب کې جديت او په هره ټولنه کې د عدالت د تامين لپاره هلې ځلې يو مهم اصل دى او په دې برخه کې بايد هيڅ راز ناکامي ونشي. خو په جمهوري نظام کې د قضايي څانګې مسوولینو د عدالت د تامین په پرتله رشوت ته ترجیح ورکول.
 
فرجاد اعتراف وکړ چې اسلامي امارت د جمهوري نظام په پرتله د قانون په پلي کولو او د عدالت په تامین کې ډیر جدي او متعهد دی او تقریباً موږ ټول شاهدان یو چې طالبانو د خپل وخت د اتباعو د حقونو د تامین او د جرمونو په کمولو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
 
دغه رسنيز فعال وايي: زه شخصاً په قضايي برخه کې د طالبانو فعاليت د پخوا په پرتله ښه او ګټور ګڼم، ځکه چې ما دا په دقیقه توګه مشاهده کړې او په دې برخه کې پر اسلامي امارت نیوکه کیدای شي هغه دا ده چې د محکومینو قضاوت او فیصلې عامه نه کوي.
 
هغه وویل: اسلامي امارت باید د محکومینو د سزاګانو او قضاوتونو په نشر او خپرولو کې لا زیاتې هڅې وکړي، ترڅو د قانون د تطبیق او د عدالت د تامین څرګند شي.
 
له بلې خوا حسین نادري؛ په مزارشريف کې د ټولنيزو او کلتوري مسايلو يو کارپوه وايي چې په اسلامي امارت کې د قضايه قوې فعاليت د جمهوري نظام په پرتله ښه دی ځکه په جمهوري نظام کې قضايه قوه په مالي او اخلاقي فساد ککړه وه، خو اوس طالبان په ټولنه کې د دغو ناوړه پدیدو په وړاندې مبارزه کوي.
 
په همدې حال کې د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو په راتګ سره د عدلي او قضايي ارګانونو فعاليتونه د پخوا په پرتله ښه شوي او ښاريان د طالبانو له قضاوت څخه راضي دي، خو بې وزلي او د کار د ډګر نشتوالي خلک ستړي کړي او له چارواکو غوښتنه کوي، چې له عدالت سره په ګډه د کار زمینه برابره کړي.
 
https://avapress.com/vdcfyyd0ew6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته