دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 261323
عزيزي: افغانستان به په یو صادراتي هېواد بدلوو
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د «افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا د ۱۳م نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان په صادراتي هیواد بدل کړي. هغه له بهر څخه له سوداګرو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن سه شنبه (قوس ۱) د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا د دیارلسم نړیوال نندارتون د پرانیستلو مراسم د صنایعوسوداګرۍ وزارت په همغږۍ د دغه هېواد د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې له خوا ترسره شول. د اسلامي امارت د مسؤلینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو په شتون کې د سوداګرۍ او اطلاعاتو او کلتور ریاست په کابل کې ترسره شو.
 
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د سوداګرو ترڅنګ دی.
 
هغه زياته کړه، چې له بهر څخه سوداګر بايد افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل، د سوداګرۍ بېلابېلې اتحادیې باید په خپل منځ کې اختلاف ونه لري او په ګډه نندارتونونه جوړ کړي.
 
هغه زياته کړه، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هڅه کوي، چې افغانستان په صادراتي هېواد بدل کړي او د نړيوالو سوداګريزو نندارتونونو له جوړېدو ملاتړ کوي.
 
له بلې خوا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل: اسلامي امارت د اقتصاد پر بنسټ تګ راتګ کوي.
 
هغه وویل چې افغانستان د انتقال په پړاو کې دی او د دې پر ځای چې پر بهرنیو مرستو تکیه وکړو، د دې وخت رارسېدلی چې پر هغه څه تکیه وکړو چې موږ یې لرو.
 
سمنګاني وويل، د سوداګرۍ برخې ته له پاملرنې پرته به اقتصادي پرمختګ ونه شي او صنعت ته پاملرنه د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري.
 
هغه وويل، تر څو چې اقتصادي خودکفايى نه وي ترلاسه کړي، موږ به سياسي، نظامي او کلتوري پر ځان بسيا نه شو.
 
خو د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې حقوقي سلاکار محمد عاطف وويل: له تېرو ١٥ کلونو راهيسې دغې اتحاديې په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره کړې ده.
 
ده وويل چې په دغه نندارتون کې څه دپاسه سلو تنو سوداګرو چې هر يو يې جلا کوټې لري ګډون کړى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې ګڼ نندارتونونه جوړ شوي او دغه نندارتونونه د هېوادوالو او سوداګرو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccisqi12bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته