کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

1 قوس 1401 ساعت 16:03

د هېواد کورنيو رسنيو خبر ورکړى، چې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالۍ پر سيمو د پاکستان د بريدونو پر ضد لاريون کړى دى.


آوا: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ پر ځینو برخو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون وکړ.
 
ویل شوي، چې لاریون کوونکو مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولسوالۍ کې څو ځلې د پاکستاني پوځیانو سره د اسلامي امارت د ځواکونو نښتې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې او د تېر حکومت پر مهال پاکستان څو ځلې د افغانستان پر بېلابېلو سرحدي سيمو د درنو وسلو بريدونه کړي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې دي.
 


د مطلب کود: 261326

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261326/د-ډنډ-پټان-ولسوالۍ-اوسېدونکو-پاکستان-پر-ضد-لاريون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com