دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 261326
د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ
د هېواد کورنيو رسنيو خبر ورکړى، چې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالۍ پر سيمو د پاکستان د بريدونو پر ضد لاريون کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ پر ځینو برخو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون وکړ.
 
ویل شوي، چې لاریون کوونکو مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولسوالۍ کې څو ځلې د پاکستاني پوځیانو سره د اسلامي امارت د ځواکونو نښتې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې او د تېر حکومت پر مهال پاکستان څو ځلې د افغانستان پر بېلابېلو سرحدي سيمو د درنو وسلو بريدونه کړي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcf0yd0vw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته