کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ۴۰۰ زره ټنه ارزانه ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه

2 قوس 1401 ساعت 9:40

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکو ته په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر پیل شوی دی.


آوا: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال پرون سه شنبه  (قوس ۱) اعلان وکړ، چې کابل ته یې د ډبرو سکرو د لیږد بهیر په ارزانه بیه هیوادوالو ته د خرڅلاو په موخه پیل کړی دی.
 
د دغه دولتي چارواکي د اعلان پر بنسټ، د پلان له مخې به د کابل ښار په ۳۲ ځایونو کې ۴۰۰ زره ټنه سکاره لېږدول او پر خلکو پلورل کېږي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې د ډبرو سکرو د لېږد او رالېږد بهیر ۸ شرکتونو ته سپارل شوی دی.
 
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د کابل ښار اوسېدونکو ته یې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وړاندې کولو په موخه دا ډول اقدام کړی دی.
 
د دولت ډبرو سکرو په یوه ټن کې د ۹۰۰۰ افغانیو په بدل کې پر خلکو به وویشل شي. په داسې حال کې چې په آزاد بازار کې د ډبرو سکرو بیه په یو ټن کې ۱۴۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
 
بل خوا د رئیس الوزرا د دفتر د اقتصادي چارو مرستيال ويلي دي چې د ګازو د نرخونو د كنټرول ځانګړې كمېټې ته يې د احتياطي تدابير نيولو هدايات كړې دي.
 
د دې ادارې مرستیال له دې وړاندې ویلي و چې د مایع ګازو د بیو د کنټرول لپاره یې د خصوصي او دولتي سکتورونو په ګډون یوه ځانګړې کمېټه موظف کړې ده.
 
د روان کال له پيل راهيسې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو د زياتوالي له امله د هېواد په کورنيو بازارونو کې د دبرو سکرو بيه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 261336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261336/په-کابل-کې-د-۴۰۰-زره-ټنه-ارزانه-ډبرو-سکرو-وېش-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com