دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 261343
په تېرو اتو مياشتو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله ٧٠٠ کسان وژل شوي دي
د ترافيکو رياست چارواکي وايي، چې په تېرو ٨ مياشتو کې په ټول هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله ٧٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او تر ١٠٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي. په دې موده کې یوازې په کابل کې ۳۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ارقام د ترافیکی پیښو د قربانیانو د یادولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ترافیکو د عمومی ریاست له خوا خپاره شول.
 
دترافيکو رياست يوه مسوول عبدالودود خيرخواه باختراژانس ته وويل چې په افغانستان کې دتيرکال په پرتله په ترافيکي پيښو کې پنځه ويشت سلنه کموالى راغلى دى .
 
د هغه په ​​وينا، د ترافيکي پېښو په قربانيانو کې ٤٥٣ نارينه، ٧٢ ښځې او ١٨٢ ماشومان شامل دي.
 
افغانستان معیاري سړکونه او سړکونه له نښو او کرښو سره نه لري او د هېواد په لویو لارو په ځانګړي ډول پر لویو لارو د مسافر وړونکو بسونو ترافيکي پېښې ډېرې خونړۍ او مرګونې شوې دي.
 
د ترافيکو رياست مسوولين وايي، چې د ډېرو دغو خونړيو پېښو لامل د مسافر وړونکو بسونو "٤٠٤،٥٨٠" او د کرولا ډوله ډېر سرعت لرونکي موټر او هغه موټر چلوونکي دي، چې په ډېر سرعت موټر چلوي.
 
خلک ټینګار کوي، چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له زیاتېدو سره باید چارواکي په هېواد کې د لا ډېر ترافیکي قوانینو د پلي کولو لپاره پلان جوړ کړي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ هر کال په نړۍ کې شاوخوا یو میلیون او درې سوه زره کسان په ترافیکي پېښو کې مري او شاوخوا پنځوس میلیونه نور ټپیان کېږي
https://avapress.com/vdceez8wxjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته