دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 261344
یونیسف په افغانستان کې له ۱۱۱ زرو کورنیو سره نغدي مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۱ زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو  وجهي صندوق اعلان کړی چې د روان کال په ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ټویټر کې لیکلي چې میلیونونه افغانان د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
 
دغه نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د ژمي په رارسېدو سره به په افغانستان کې وضعیت لاپسې خراب شي، له همدې امله به د روان کال په ژمي کې په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرستې وشي.
 
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان شاوخوا ۹۳ سلنه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۹) وویل چې په افغانستان کې د ۱۳ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري. یونیسف له نړیوالې ټولنې څخه د ۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې ویل کیږي د دغه سازمان په تاریخ کې له یوه هیواد سره د معاملې لپاره بې ساری رقم دی.
 
https://avapress.com/vdcfjyd0jw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته