دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 261346
د تخار د ماورای او کوکچه اوسیدونکو د ترانسپورتي لارو د خرابیدو په اړه شکایت لري
د تخار د ماورای او کوکچه ولسواليو اوسېدونکي د خپلو ترانسپورتي لارو له خرابوالي شکايت کوي او وايي چې د سړې موسم په را رسېدو سره يې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د تخار د ماورای او کوکچه د ولسوالی اوسیدونکي وايي، چې د باران په موسم کې د دغه سړک د خرابیدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي. .
 
د دوی په وينا، په ورته وخت کې چې باران او واوره ورېږي، د يادو ولسواليو ترانسپورتي لارې تړل کېږي او تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کېږي.
 
په ورته وخت کې د تخار ولایت د فواید عامې ریاست چارواکي افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې له مرکز سره یې د ماورای کوکچه ولسوالیو د ترانسپورتي لارو ستونزې شریکې کړې او ډېر ژر به د دغو سړکونو د جوړولو چارې پیل شي.
 
د تخار د ماورای او کوکچه ولسواليو ترانسپورتي لار څه باندې ۲۰۰ کيلومتره اوږده ده او د تېرو حکومتونو پر مهال يې څو ځله د بټيومين کار له خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوی، خو په هېواد کې د وروستيو پرمختګونو له امله يې چارې تر اوسه په ټپه ولاړې دي.
 
د ۴ ملیارد افغانیو په ارزښت د دمبر کولو وروستی قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره و چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال یې له تخار څخه قراردادي شرکت پرېښود او کار یې نیمګړی پاتې شو.
 
https://avapress.com/vdchkzni-23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته