کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې لوېدیځ د ۶،۱ درجې زلزلې ولړزاوه

2 قوس 1401 ساعت 11:16

نن (چهارشنبه، قوس ۲) په ځايي وخت د سهار په ۴:۰۸ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې یوې زلزلې د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري.


آوا: د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی، چې نن سهار ۴:۰۸ دقیقې د ځمکې د داخلي څپو (ریکټر) په اندازه د ۶،۱ درجې زلزله د ترکيي د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري.
 
د ترکیې اناتولیا خبري آژانس د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د مرکز له قوله ویلي چې د زلزلې شدت دومره زورور و چې د استانبول ښاریانو یې احساس کړ.
 
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
تېر کال د ترکیې په العزغ ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۷ درجې یوې زلزلې ولړزاوه چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او تر ۱۶۰۰ زیات ټپیان شول.
 
په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان ووژل.
 


د مطلب کود: 261353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261353/د-ترکیې-لوېدیځ-۶-۱-درجې-زلزلې-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com