دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 261353
د ترکیې لوېدیځ د ۶،۱ درجې زلزلې ولړزاوه
نن (چهارشنبه، قوس ۲) په ځايي وخت د سهار په ۴:۰۸ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې یوې زلزلې د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی، چې نن سهار ۴:۰۸ دقیقې د ځمکې د داخلي څپو (ریکټر) په اندازه د ۶،۱ درجې زلزله د ترکيي د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري.
 
د ترکیې اناتولیا خبري آژانس د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د مرکز له قوله ویلي چې د زلزلې شدت دومره زورور و چې د استانبول ښاریانو یې احساس کړ.
 
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
تېر کال د ترکیې په العزغ ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۷ درجې یوې زلزلې ولړزاوه چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او تر ۱۶۰۰ زیات ټپیان شول.
 
په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان ووژل.
 
https://avapress.com/vdcftyd0mw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته