کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت بهیر به ډېر ژر پیل شي

2 قوس 1401 ساعت 11:29

د پاکستان د کډوالو چارو وزیر ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د ثبت بهیر به ډیر ژر پیل شي.


آوا: د پاکستان د کډوالو چارو وزیر محمود طلحه ویلي، چې وزارت به یې ډیر ژر د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیل کړي.
 
ښاغلي طلحه زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د پاکستان د ولسي جرګې د (د سلواغې په ۳۰مه) د غونډې له پرېکړې وروسته شوې ده.
 
د پاکستان پارلمان ویلي چې دا مهال په پاکستان کې له ۱.۲ میلیونو ډېر راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
 
د پاکستان د کډوالو وزیر زیاته کړې ده چې د ثبت په نوي بهیر کې به هغه کسان چې مخکې رجسټر نه وو، د ۵۶ زره ۹۰۹ غیر راجستر شویو کورنیو نومونه به هم رجسټر کړل شي.
 
نوموړي د افغان کډوالو د ثبت او راجستر د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي


د مطلب کود: 261355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261355/په-پاکستان-کې-د-مېشتو-افغان-کډوالو-ثبت-بهیر-ډېر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com