دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 261355
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت بهیر به ډېر ژر پیل شي
د پاکستان د کډوالو چارو وزیر ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د ثبت بهیر به ډیر ژر پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د کډوالو چارو وزیر محمود طلحه ویلي، چې وزارت به یې ډیر ژر د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیل کړي.
 
ښاغلي طلحه زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د پاکستان د ولسي جرګې د (د سلواغې په ۳۰مه) د غونډې له پرېکړې وروسته شوې ده.
 
د پاکستان پارلمان ویلي چې دا مهال په پاکستان کې له ۱.۲ میلیونو ډېر راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
 
د پاکستان د کډوالو وزیر زیاته کړې ده چې د ثبت په نوي بهیر کې به هغه کسان چې مخکې رجسټر نه وو، د ۵۶ زره ۹۰۹ غیر راجستر شویو کورنیو نومونه به هم رجسټر کړل شي.
 
نوموړي د افغان کډوالو د ثبت او راجستر د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي
https://avapress.com/vdchmznim23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته