دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 261359
د قدس په لویدیځ کښې دوې زورورې چاودنې شوې
څو شیبې مخکې د صهیونیسټ رژیم سرچینو د قدس د نیواک ښار په لویدیځ کښې د دوو زورورو چاودنو خبر ورکړ .
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د الیوم ټلویزیون د خبر له مخې، د صهیونیسټ رژيم رسنیو خبر ورکړی، چې د قدس ښار په لویدیځ کې د بسونو مرکزي تمځای ته نږدې یوه زوروره چاودنه وشوه.
 
دغو صهیونیسټی رسنیو زیاته کړه: د بس په تم ځای کښې چاودنه وشوه.
 
په دې چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د راپورونو له مخې د ۵ ټپیانو حالت نازک دی.
 
د "کان" ټلویزیوني چینل او صهیونیسټي ورځپاڼې "یروشلم پوسټ" اعلان وکړ چې عیني شاهدانو بس تمځاي ته نږدې د دیوال تر څنګ یوه کڅوړه لیدلې چې شاید په کې بم و.
 
په همدې حال کې د «کان» تلویزون خبریال په قدس ښار کې د دوهمې چاودنې خبر ورکړی.
 
دصهیونیسټ رژیم دخبریالانو دخبر له مخې دوهمه چاودنه دقدس په لویدیځ کښې د«راموت» په مقر کښې وشوه او څلور کسان یې ژوبل کړل .
 
د یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په بیت المقدس کې د دوو چاودنو له امله د ټپیانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.
 
صهیونیسټي پولیسو په نیواکي بیت المقدس کښې د خبرداري د کچې د زیاتیدو اعلان وکړ.
 
https://avapress.com/vdcbs8b59rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته