کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د "ډنډ پټان" د شخړې د پای ته رسولو په موخه د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

2 قوس 1401 ساعت 12:12

د پکتیا ولایت د «ډنډ پټان» په سرحدي سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو په موخه له پاکستاني لوري سره د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي خبرې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.


آوا: د پکتیا ولایت په ډنډ پټان سرحدي سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې اترې کومې نتیجې ته ونه رسیدلې.
 
دا خبرې اترې د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمه کې له شخړو وروسته هغه مهال پیل شوې، چې دواړو لورو خپل مذاکره کوونکي پلاوي د پکتیا ولایت د "اکرم اجنسي" سیمې او "ډنډ پټان" ولسوالۍ ته پر لاره د "خرلاس" دروازې ته ولېږل.
 
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په دغو خبرو اترو کې د پکتیا ولایت والي هم حضور درلود او که څه هم د طلوع نیوز په ګډون یو شمېر افغان رسنیو د دفاع وزارت د مرستیال ملا فضل مظلوم د شتون خبر ورکړی و، خو دا نه ده معلومه چې نوموړی په دغو خبرو اترو کې حاضر و او که نه.
 


د مطلب کود: 261363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261363/د-ډنډ-پټان-شخړې-پای-ته-رسولو-په-موخه-اسلامي-امارت-او-پاکستان-ترمنځ-خبرې-بې-نتیجې-ورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com