دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 261371
د اسلامي امارت په راتګ سره په رسنیو کې بې حیايي کمه شوه
په جمهوري نظام کې په ټولیزه توګه د افغانستان کلتور او په ځانګړې توګه د رسنیو وضعیت خورا وحشتناک او کرغیړن و، خو اوس لږ تر لږه د رسنیو بې حیايي کمه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: کلتوري کارپوهان وایی، سره له دې چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانانو اصلی کلتور ته د لویدیځوالو له خوا سخت زیان اوښتی، خو دوی ونه توانیدل چې خپلې اصلی غوښتنې ( یعنی د لویدیځ لیبرال ډیموکراټیک کلتور حاکمیت) تر لاسه کړی.
 
  د دیني او کلتوري چارو کارپوه محمد حسین مزاري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: له دې امله چې د افغانستان خلک مسلمانان دي، د غرب او بهرنیانو کلتور په شلو کلونو ونه توانیدي چي اتیا سلنه خلک اغیزمن کړی.
 
د مزاري په وينا، په دې کې شک نشته، چې متکبر قوتونه چي پر هر هېواد برلاسي شي، هڅه کوي، چې د هغه هېواد پر خلکو خپل کلتور مسلط کړي، لکه څنګه چې لوېديځ او استعماري هېوادونو په افغانستان کې هم دغه موخه تعقيب کړه، خو هېڅکله يې خپلو اصلي ارمانونو ته ونه رسېد.
 
 هغه دې ته په اشارې سره چې په نننۍ نړۍ کې هر هغه هېواد چې خپلواک نه وي او په خپلو پښو ونه درېږي، خپلواکي ونه لري او د پرديو هېوادونو مستعمره وي، خامخا به د بهرنيو کلتورونو تر اغېز لاندې وي.
 
د مزاري په وينا، په افغانستان کې د لويديځ د پرله پسې شتون او د تېر حکومت پر وړاندې د نړۍ د قدرتونو د واکمنۍ له امله د ټولو کلتوري بې وزلو تر څنګ د رسنيو وضعيت ډېر د کړاونو څخه ډک او کرغېړن و، خو اوس رسنۍ تر ډیره حده اصلاح شوي دي.
 
 نوموړی که څه هم د کلتور جوړونې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کوي، خو ټینګار کوي، چې د هغو خلکو بدلول ممکن نه دي، چې له ۲۰ کلونو راهیسې د بهرني کلتور تر اغیز لاندې دي او په دې موده کې یې یو نسل وده کړې، بلکې اړتیا ده چي د ډیری کارونو لپاره صبر وکړو.
 
  هغه په ​​پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ: زموږ افغاني او اسلامي کلتور به هغه وخت وده وکړي چې خلک له اقتصادي اړخه د ژوند لږ تر لږه اسانتیاوو ته لاسرسی ولري. له همدې امله له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې اقتصادي کارونو ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcfeyd0yw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته