دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 261374
د کابل ښار ترانسپورت به ښه شي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، داسې پلان یې جوړ کړی چې پر اساس به یې ښاري ترانسپورتي سیستم منظم او په نږدې راتلونکي کې به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په برخه کې د پام وړ کموالی راشي. دا پلان تصویب شوی او د پلي کیدو په حال کې دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې رئیس او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د ښاري ترانسپورت د ښه والي په موخه یو پلان جوړ شوی دی، چې د دغه وزارت ټول ترانسپورتي وسایط ثبت او په لاره روان دي.» دوی په ټاکلي ډول کار کوي.
 
 احمدي زياته کړه، د دغه پلان پر بنسټ ښاري مسافر وړونکي موټرونه لکه کاسټر، ټکسي او تونس د وزارت له خوا په ځانګړو سټيکرونو ثبت دي او اړ دي، چې په ځانګړو لارو مسافر انتقال کړي او پر نورو لارو کار نه شي کولى.
 
احمدي په دوام کي وويل چې دغه طرحه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسوولينو له خوا د ښاروالۍ او د کابل د ترافيکو د مديريت په همغږۍ په ښار کې تصويب شوې ده او عملي کيږي.
 
د احمدي په وينا، په کابل ښار کې د نفوسو کثافت ډېر دی، خو له دې سره سره د ترانسپورت وزارت د ښاري ترانسپورت د کنټرول لپاره لازم پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په دغه پلان کې د دولتي موټرونو تر څنګ د خصوصي سکټور موټرونه هم شامل دي، چې په ښار کې د دغه وزارت د مسوولينو له خوا کنټرولېږي.
 
 په همدې حال کې په کابل کې د بار وړونکو موټرو يو چلوونکى عبدالمجيد وايي چې تر اوسه يې د ترانسپورت وزارت د پلان په اړه څه نه دي اورېدلي او نه يې هم له کومې ادارې سره ليدلي چې دا ډول پلان عملي کړي.
 
 د کابل ښار يو ټکسي چلوونکى محمد حسين هم وايي، چې تر اوسه د ترانسپورت وزارت له پلان څخه خبر نه دى.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل ښار کې د نفوسو کمښت او د ښاري ترانسپورت بې نظمي په ښار کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي، چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي ترې شکايت کوي.
 
https://avapress.com/vdciyzar5t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته