کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داخلي بې ځایه شویو سره د کډوالو عالي کمیشنر ملاتړ/ کورنۍ تر ۳۰۰ زره افغانیو پور اخلي

2 قوس 1401 ساعت 16:30

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د آغاخان د پراختیايي شبکې په همکارۍ د داخلي بې ځایه شویو لپاره د پور د ورکړې لومړنی پلان عملي کړ. د دغه پلان له مخې د ټولنې زیانمنو کسانو ته له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانیو پورې د اقتصادي فعالیتونو لپاره د بې سود پورونو په بڼه ورکول کېږي.


آوا: کورنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د آغا خان پرمختیایي شبکې په همکارۍ په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو لپاره د سوداګرۍ د ملاتړ لومړۍ ګډه پروژه په لاره اچولې ده.
 
د دې طرحې پر بنسټ، چې د چهارشنبې په ورځ د قوس په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا په ډاګه شوه، په کوربه ولایتونو کې بې ځایه شوي کډوال کولای شي له ۲۵ څخه تر ۳۰۰ زرو افغانیو پورې بې سود پورونه ترلاسه کړي.
 
ویل شوي، چې د دې پروژې موخه په ټولنه کې له هغو زیانمنو کسانو سره مرسته ده، چې د اقتصادي فعالیتونو په لټه کې دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اعلان له مخې، دا پروژه په بلخ، بامیان، هرات، کابل او ننګرهار ولایتونو کې پلې شوې او په راتلونکي کې به پراخه شي.
 
سږ کال به د دغې پروژې له لارې هغو ۵۰۰ کسانو ته چې غواړي اقتصادي فعالیتونه پیل کړي، ۳۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شي.
 
دا پلان په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د پنځو ولایتونو په ۷۵ ولسوالیو کې ارزونې ښيي چې مالي خدمتونو ته د اقتصادي تولیدونکو نه لاسرسی د دوی د ځان بسیاینې پر وړاندې لوی خنډ دی.
 


د مطلب کود: 261381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261381/د-داخلي-بې-ځایه-شویو-سره-کډوالو-عالي-کمیشنر-ملاتړ-کورنۍ-تر-۳۰۰-زره-افغانیو-پور-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com