کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د عینک د مسو کان د استخراج د پیل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ

3 قوس 1401 ساعت 9:54

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چین د MCC شرکت چې د عینک د مسو کان قرارداد لري د اجراییه ریاست له مرستیال سره وکتل. په دې غونډه کې ملا برادر د دې اقتصادي پروژې د پیل لپاره د اسلامي امارت چمتووالی اعلان کړ.


آوا: د اسلامي امارت ویاند پرون چهارشنبه (قوس ۲) د ام سی سی شرکت اجرائیه ریاست له مرستیال اوو مین سره چي د عینک د مسو د پروژې قراردادي شرکت دي د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې په اړه یو اعلامیه خپور کړ.
 
په اعلامیه کې د ملا برادر له قوله ویل شوي: اسلامي امارت د عینک د مسو کان د استخراج د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
 
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان روان وضعیت ښه فرصت وباله او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
په اعلامیه کې ویل شوي چې د MCC اجرایوي مرستیال اوو مین د عینک د مسو پروژې په پیل کې د ملا برادر د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاتې تخنیکي پړاو له بشپړیدو وروسته به یې شرکت عملي کار پیل کړي.
 
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا کان په ۱۹۷۳ کال کې د افغان جیولوجستانو د یوې ډلې له خوا د روسي انجینرانو په همکارۍ کشف شو او د اکتشاف چارې یې په ۱۹۷۴ کال کې پیل شوې، خو د ناامنیو له امله تر اوسه د استخراج پروسه نه ده عملي شوې.
 
ویل شوي، چې د دغه کان ټوله مساحت شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره مربع دی. دا مهال په دې سيمه کې د مسو د ٩٤ کانونو تر څنګ درې مهم کانونه، د عينک، دربند او جوهر هم په ګوته شوي دي.
 


د مطلب کود: 261397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261397/اسلامي-امارت-د-عینک-مسو-کان-استخراج-پیل-لپاره-خپل-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com