دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 261400
د پولیسو د ځواکونو استخدام او منل له قومي او مذهبي تبعیض پرته ترسره کیږي
د هېواد په شمال کې د کورنيو چارو وزارت د روزنيز مرکز قوماندان وايي: هغه پوليس چې له روزنيز اکاډمۍ څخه فارغ شوي له بېلابېلو قومونو او مذهبونو څخه جوړ دي او د پوليسو په استخدام کې هيڅ ډول قومي او مذهبي تبعيض نشته.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د افغانستان په شمال کې د کورنیو چارو وزارت د روزنیز مرکز قوماندان مولوی فضل الرحمن نصرت د بلخ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۴۸۷ تنو د فراغت په مراسمو کې د ګډون پر مهال وویل: اسلامي امارت له خپلې واکمنۍ راهیسې شاوخوا ۸۰۰۰ پولیس روزلي دي، په شمالي ولایتونو کې یې تر ۱۶۰۰ پورې پولیس روزلي، چې له دې جملې څخه ۱۶۰۰ تنو یې اوږدمهاله روزنیز کورسونه او پاتې نور یې لنډ مهاله روزنیز کورسونه ترسره کړي دي.
 
هغه وايي، روزل شوي پولیس د کورنیو چارو وزارت په اجنډا کې دي، چې د لا ښه امنیت او له خلکو سره مسلکي چلند وشي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅې ډډه ونه کړو.
 
مولوي نصرت ومنله چې له روزنيز اکاډمۍ څخه فارغ شوي پوليس له بېلابېلو قومونو او مذهبونو جوړ دي او د پوليسو په ليکو کې هېڅ ډول قومي او مذهبي تبعيض نشته.
 
ده په دوام کي وويل: هغه کسان چې په شمالي ولايتونوکې دپوليسو له روزنيز اکاډمۍ څخه فارغ شوي دي په بيلابيلو څانګو کې وروزل شول چې دخلکو دخدمت سبب شي .
 
له بلې خوا د بلخ والي محمد داوود مزمل وايي: پولیس باید د خلکو خدمت وکړي، ځکه په تېر کې خلک د پولیسو له کړنو راضي نه وو او پولیس باید د خلکو د هیلو خلاف عمل ونه کړي.
 
هغه زیاته کړه: د بلخ پولیس باید د خپلو ورځنیو فعالیتونو حساب ورکوونکي وي، ترڅو د پولیسو له کړنو څخه جدي څارنه وشي.
 
د بلخ والي د پوليسو ځواکونو ته د ښاريانو د امنيت د تامينولو امر وکړ او ويې ويل چې د قوماندانانو د حکمونو اطاعت بايد د پوليسو له لومړيتوبونو څخه وي، ځکه چې د پوليسو ښه فعاليت په همغږۍ، نظم او د قانون په تنفيذ پورې اړه لري.
 
په همدې حال کې د بلخ ولايت د جهادي لېسې ښوونکي مولوي نوراحمد حقاني د پوليسو ځواکونه وهڅول چې د مالي او اخلاقي فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او ويې ويل، چې مفسد پوليس بايد سخت مجازات شي، که نه موږ د يوې باثباته ټولنې او ټول هېواد خاوندان نه شو او د پولیسو ځواکونه باید د رشوت او اخلاقي فساد مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdciuzarut1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته