دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 261409
په هالنډ کې یوې محکمې د دغه هېواد حکومت ته امر کړی چې په ارزګان ولایت کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي
د هالنډ یوې محکمې په ۲۰۰۷ کال کې په ارزګان ولایت کې پر ملکي وګړو د دغه هېواد د پوځیانو د برید او د هغوی د ډزو په قضیه کې د دغه هېواد پوځي ځواکونه مجرم وګڼل او د هالنډ حکومت ته یې امر وکړ چې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه پیښه په ۲۰۰۷ کال کې د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه چې د هالنډي ځواکونو د برید په پایله کې څو تنه ملکي وګړي ووژل شول. د دې پېښې د څېړلو پرېکړه د يوه پخواني جنګي سرتېري له هغه راپور وروسته شوې، چې د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې يې د هالنډي ځواکونو د عمل مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستى و.
 
له هغه وروسته د هالنډ د دفاع وزارت له پولیسو وغوښتل چې دوه کاله مخکې د دغه جنایت په اړه پلټنې وکړي.
 
په هاګ کې یوې محکمې په یوه بیان کې وویل: څرګنده ده چې په دې کورونو کې ملکي خلک اوسېدل. حکومت دا حقیقت په ګوته کړی چې طالبانو دا کورونه د پوځي موخو لپاره کارولي دي (...) او له همدې امله بمباري غیر قانوني نه وه.
 
بیان په دوام کي ویلي: " محکمې پریکړه وکړه چې حکومت په دې اړه پوره وضاحت نه دی ورکړی چې په کوم اساس دې پایلې ته رسیدلی چې دا کورونه د طالبانو لخوا کارول شوي،  نو ډزې غیر قانوني دي.
محکمې دا هم وویل چې د قربانیانو لپاره د خسارې اندازه باید په راتلونکي کې وټاکل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لکه امریکا، انګلستان، جرمني، استرالیا، فرانسې او نورو هېوادونو په تېره بیا د دغه هېواد له قضايي چارواکو څخه ورته غوښتنې او شکایتونه شوي دي.
 
په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار سازمان د هاګ له نړیوالې جنايي محکمې غوښتي چې د افغانستان په تېرو شلو کلونو جګړه کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د نورو غړو هېوادونو له خوا ترسره شوي جنایتونه وڅېړي.
 
https://avapress.com/vdchvzniw23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته