کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۲ ډبرو سکرو د ذخیرې/ د ویشلو بهیر لا معلوم نه دی

3 قوس 1401 ساعت 11:48

د سړې موسم په رارسیدو او د خلکو د زیاتې ناخوالې له امله کابل ښاروالۍ د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ پرېکړه کړې چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې څلور لکه ټنه سکاره زیرمه او په ارزانه بیه توزیع کړي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مخکې اعلان کړی و چې د ډبرو سکرو د لیږد او ویش بهیر به راتلونکې اونۍ پیل شي.
 
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هم په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د کابل ښاروالۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت په بې ساري اقدام سره د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو ۳۲ زېرمې جوړې کړې دي.
 
ده همداراز زیاته کړه: دا پروژه د دې لپاره په لاره اچول شوې چې د ژمي په موسم کې د کابل ښاریان په ارزانه بیه سکاره ترلاسه کړي.
 
په ورته وخت کې، د توزیع طریقه او میکانیزم او همدارنګه د ډبرو سکرو کیفیت لاهم نامعلوم دی، خو ښاریان له حکومت څخه د ډبرو سکرو باکیفیته عرضه او عادلانه ویش غواړي.
 


د مطلب کود: 261414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261414/د-کابل-ښار-په-۲۲-ناحیو-کې-۳۲-ډبرو-سکرو-ذخیرې-ویشلو-بهیر-لا-معلوم-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com