دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 261414
د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۲ ډبرو سکرو د ذخیرې/ د ویشلو بهیر لا معلوم نه دی
د سړې موسم په رارسیدو او د خلکو د زیاتې ناخوالې له امله کابل ښاروالۍ د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ پرېکړه کړې چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې څلور لکه ټنه سکاره زیرمه او په ارزانه بیه توزیع کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مخکې اعلان کړی و چې د ډبرو سکرو د لیږد او ویش بهیر به راتلونکې اونۍ پیل شي.
 
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هم په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د کابل ښاروالۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت په بې ساري اقدام سره د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو ۳۲ زېرمې جوړې کړې دي.
 
ده همداراز زیاته کړه: دا پروژه د دې لپاره په لاره اچول شوې چې د ژمي په موسم کې د کابل ښاریان په ارزانه بیه سکاره ترلاسه کړي.
 
په ورته وخت کې، د توزیع طریقه او میکانیزم او همدارنګه د ډبرو سکرو کیفیت لاهم نامعلوم دی، خو ښاریان له حکومت څخه د ډبرو سکرو باکیفیته عرضه او عادلانه ویش غواړي.
 
https://avapress.com/vdcdff0xoyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته