دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 261426
په افغانستان کې نور زرګونه جوماتونه فعال شوي دي
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ۱۰۰۰ جوماتونو د فعالولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د وږي په ۳ مه یې خپره کړې، راغلي چې دغه شمیر جوماتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فعالو محتسبانو له خوا جوړ شوي دي.
 
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې تر اوسه ۴۰۰ جوماتونه په کابل، ۱۱۴ جوماتونه په بدخشان، ۱۴۷ جوماتونه په میدان وردګو، ۱۳۲ جوماتونه په لوګر، ۱۷۱ جوماتونه په پروان او ۱۸ جوماتونه په اروزګان کې فعال شوي دي.
 
د دې جوماتونو ملایان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  زارت له خوا ټاکل شوي دي.،خو اکثره ملایان او امامان د خپلو معاشونو او امتیازاتو له کموالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcgxq9x3ak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته