کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زموږ د هېواد د والیبال لوبغاړي به د ایران له لوبډلې سره مخامخ شي

3 قوس 1401 ساعت 13:53

د هېواد د والیبال ملي لوبډله به نن (پنجشنبه، قوس ۳) د پاکستان په لاهور ښار کې د منځنۍ اسیا د والیبال په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د والیبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.


آوا: د افغانستان د بدنی روزنې او سپورت ریاست وایی چې د ټاکل شوی مهالویش له مخې به د مرکزی اسیا د والیبال د ملتونو لیګ سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (قوس ۳) د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شی.
 
په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایران، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا له ملي ټیمونو سره لوبې کوي.
 
د هېواد د والیبال ملي لوبډله به نن مازدیګر شپږ بجې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران له ځواکمن ټیم سره مخامخ شي.
 
پاکستان له ۱۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د والیبال د نړیوالې سیالۍ کوربه توب کوي.
 
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
 
د مرکزي اسيا د ملتونو د ليګ د واليبال سيالۍ د روانې مياشتې له درېيمې څخه تر اتمې نېټې پورې د شپږو ورځو لپاره د پاکستان، ايران، بنګله دېش، افغانستان او سريلانکا د پنځو لوبډلو په ګډون د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 261427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261427/زموږ-د-هېواد-والیبال-لوبغاړي-ایران-له-لوبډلې-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com