کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقی په هرات کي: له ګاونډیو سره د افغانستان سوداګري ښه شوې ده

3 قوس 1401 ساعت 15:35

امیرخان متقي؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په موخه هرات ولایت ته د سفر پر مهال وویل، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې چې د اسلامي امارت په فعالیت بوخت دي، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري ښه شوې ده.


آوا - هرات: په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې چې نن پنجشنبه د قوس د میاشتې په دریمه نیټه ترسره شول، امیرخان متقی وویل: په هرات ولایت کې چې د له ترکمنستان او ایران سره ګډه پوله لري، سوداګرۍ لپاره یې هڅې روانې دي.
 
هغه زیاته کړه: په تیرو پنځلسو میاشتو کې چې د اسلامي امارت په فعالیت پیل کړی، له ګاونډیو هیوادونو سره تجارت ښه شوی دی.
 
ښاغلي متقي یادونه وکړه: د دې ولایت امنیت ښه دی او د هرات په شان ولایت کې باید ښه خدمات ترسره شي.
 
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: په داسې یو حالت کې چې په هېواد او په تېره بیا په دغه ولایت کې امنیت ښه دی، د اسلامي امارت ټول مسؤلین باید هڅه وکړي چې په بېلابېلو برخو کې لکه صنعت، تعلیم او له خلکو سره د تعامل په برخه کې کار وکړي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه: د هرات خلک له پخوا راهیسې له اسلامي امارت سره همکاري کوي، نو اړتیا ده چې په دغه ولایت کې کار وشي.
 
په همدې حال کې په هرات کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال رحمت الله فيضان وايي: دغه ترميم په دريو پوړونو کې جوړ شوى او لګښت يې ٤٢ ميليونه افغانۍ دى.
 
ده زياته کړه: د دغې ادارې په نوي ترميم سره به په څلورو څانګو لکه قونسلګرۍ مديريت، د رسمياتو مديريت، د ملګرو ملتو مديريت او اداري مديريت په برخه کې کار وشي.
 
د چارواکو په وينا، دغه اداره په لوېديځ زون کې د سرحدونو، تصفيې او سياسي چارو په رياستونو کې فعاليت کوي.
 


د مطلب کود: 261434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261434/متقی-په-هرات-کي-له-ګاونډیو-سره-د-افغانستان-سوداګري-ښه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com