کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپلو اصلي ځایونو ته ورسیږي

4 قوس 1401 ساعت 11:56

په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې ټولو هغو کسانو ته چې له افغانستانه وتلي، خپل اصلي منزل ته د رسېدو اجازه ورکړي ترڅو د پناه غوښتنې له قانوني حقه برخمن شي.


آوا: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند پیټرکیسلر وايي، حکومتونه حق لري چې خپلې پولې کنټرول کړي او د قانوني تګ راتګ مخه ونیسي، خو دا کارونه د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شئ.
 
ښاغلي کیسلر وویل: په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه افغانان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي تر ټولو زیات نړیوال ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري، چې د نورو په منځ کې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي، د دولتي ادارو کارکوونکي دي. نړیوال دفترونه، مذهبي فعالان او اقلیتونه پکې شامل دي.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانان دې یوازې نه پرېږدي او مرستندویه هېوادونه دې د بشري اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
د هغه په ​​وينا، دا مهال شاوخوا پنځه ميليونه افغانان د سيمې او نړۍ په هېوادونو کې کډوال دي.
 
کیسلر زیاته کړه: "نړیواله ټولنه نه شي کولای د افغانستان خلک له پامه وغورځوي، بسپنه ورکوونکي باید د بشري حقونو د اندېښنو د څرګندولو، د بشري اړتیاوو د حل او د هیلو د رامنځته کولو لپاره ژمن پاتې شي. تر اوسه پورې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه یوازې ۵۴٪ پوښل شوې ده. د ډیری مرستندویه ادارو په فعالیتونو کې د سختو تشو لامل شوی دی، موږ ډیر اندیښمن یو چې په ٢٠٢٣ کې به افغانان د اوکرایین د جګړې پرمهال د خوراکي توکو او تیلو د لګښتونو د زیاتوالي او په سوداګرۍ کې د باور نشتوالي له امله په افغانستان کې له خراب داخلي وضعیت سره مخ شي.
 
د هغه په ​​وينا، پر دې سربېره دا مهال له ۳ تر ۴ ميليونه افغانان د داخلي بې ځايه شويو په توګه ژوند کوي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پیل راهیسې ۳۴۶۰۰ افغانان په وېزو ایران او پاکستان ته تللي او هلته له UNHCR سره ثبت شوي دي.
 
د پاکستان او ایران د حکومتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې شاوخوا یو میلیون او ۲۵۰ زره افغانان دغو هېوادونو ته تللي دي.
 
خو پيټر کيزلر وايي، ښايي څو چنده زيات افغانان د پولې له هاخوا قاچاق شوي وي او نړيوال ملاتړ ته اړتيا ولري.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې بې وزلي د پخوا په پرتله زياته شوې ده او د سخت ژمي راتګ د دغه هېواد بې وزله خلک تر بل هر وخت ډېر اندېښمن کړي دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اندېښنه ښودلې، چې په اوکراين کې د جګړې له امله د افغانستان د وضعيت د خرابېدو او د تېلو او خوراکي توکو د بيو د لوړېدو له امله به افغانان په راتلونکي کال کې له زياتو ستونزو سره مخ شي.
 
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د بشري ناورین د کنټرول لپاره له نړیوالو مرستندویانو څخه د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د راپورونو له مخې له دې غوښتنې یوازې ۴۵ سلنه پوره شوې، چې د مرستندویه موسسو کارونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.


د مطلب کود: 261446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261446/ملګري-ملتونه-افغان-کډوالو-ته-اجازه-ورکړي-چې-خپلو-اصلي-ځایونو-ورسیږي

آوا
  https://www.avapress.com