کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وسلو له خرڅلاو څخه د روسیې عاید ۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی

5 قوس 1401 ساعت 11:37

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (قوس ۴) د «روستیک» شرکت د جوړېدو د ۱۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې اعلان وکړ چې هېواد یې پر نړۍ د پوځي وسلو له پلور څخه ۸ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.


آوا: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ (اګست ۴) د «Rostec» شرکت د تاسیس د ۱۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل: نن څرګنده شوه چې د پام وړ برخه وسلې د کورنیو استعمال لپاره دي او د پوځ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره  تولیدیږي، خو بیا هم په داسې شرایطو کې سږ کال موږ د وسلو نړیوال بازار ته ۸ میلیارده ډالره په ارزښت وسلي پلورلي دي.
 
هغه زیاته کړه، نور قراردادونه هم لاسلیک شوي چې د کال تر پایه به د صادراتو حجم او ارزښت لوړ شي.
 
د روسیې ولسمشر وویل: زه اوس په دې اړه خبرې نه کوم.
 
پوتین زیاته کړه: موږ تل د هایپرسونیک وسلو او د پوځي سیسټم د مهمو برخو په برخو کې یو ګام مخکې یو.
 
له بلې خوا رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د مسکو پر وړاندې د ختیځې اروپا د حکومتونو د وسلو د ملاتړ په دوام سره د ختیځې اروپا د وسلو صنعت په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې له بې ساري ودې سره مخامخ شوی دی.
 
د یوې څیړنې د پایلو پراساس، په آلمان کې د کیل فکري موسسه اعلان وکړ چې متحده ایالاتو او انګلستان د جنوري له ۲۴ څخه د اکتوبر تر ۳ پورې اوکراین ته ترټولو ډیر نظامي مرستې لیږلي چي د دوي څخه وروسته په دریم ځای کې پولنډ او د چک جمهوریت نهم ځای لري.
 


د مطلب کود: 261471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261471/د-وسلو-له-خرڅلاو-څخه-روسیې-عاید-۸-میلیارده-ډالرو-ته-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com