دخپریدو نیټه :شنبه ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 261476
د ویلز په وړاندې د ایران د فوټبال د ملي ټیم بریا؛ د افغانستان خلکو د ایران له خلکو سره خوښي شریکه کړه
پرون (جمعه، قوس ۴) د ویلز پر وړاندې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې له بریا وروسته، یو زیات شمېر هېوادوالو د دغې بریا په اړه غبرګون وښود او خوښي یې څرګنده کړه. د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر هم د دغې بریا په اړه غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي دي: د ایران د ملي لوبډلې مشر روزونکي ویلز ته له ماتې ورکولو مخکې د بي بي سي د استازي بې عزتي کړې وه.
افغان غږ خبری آژانس: د ویلز پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د فوټبال د ملي لوبډلې له ارزښتناکه بریا وروسته، د افغانستان په دننه او بهر کې د هېواد ګڼو خلکو غبرګونونه ښودلي او خوښي یې څرګنده کړې ده.
 
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: " ویلز ته له ماتې ورکولو مخکې د ایران د ملي لوبډلې مشر روزونکي د بي بي سي د استازي بې عزتي کړې وه."
 
ښاغلي سمنګاني د بي بي سي خبریال سیاسي پوښتنو ته اشاره وکړه، چې د ایران د ملي لوبډلې د مشر روزونکي کارلوس کویروز له توند غبرګون سره مخ شو او د بي بي سي خبریال د پوښتنې په ځواب کې یې وویل: ولې د انګلیسي روزونکي څخه د افغانستان په اړه پوښتنه نه کوي؟
 
په ورته وخت کې د افغانستان د مجازی فضا فعالانو او کاروونکو هم د ایران د ملی لوبډلې د بریا په اړه پراخ غبرګونونه ښودلی دی.
 
د سهیل شیرزاد په نوم یو تن لیکلي: ایران ډیره ښه لوبه وکړه، ایران د ګټلو مستحق و.
 
د رضا قمبري په نوم یو بل افغان لیکلي د ایران خلکو ته د دغې بریا مبارکي وایم.
 
عبدالشهید ثاقب یو له نامتو مدني فعالانو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د فوټبال د ملي ټیم په بریا د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې لیکلي: موږ د ایران بریا خپله بریا ګڼو. زموږ د همدې ژبې، فرنګ او قوم د تل پاتې بریا په هیله!
 
د سمیع یوسفي او حسن جعفري په نوم نورو کاروونکو لیکلي: زه ایراني نه یم، خو له خوښۍ مې دومره چیغې کړې چې غږ مې له لاسه ورکړ. زه افغان یم، ایرانی یم.
 
سید حامد چې په ایران کې یو له کډوالو څخه دی، لیکلي دي: د ایران د ملي لوبډلې بریا د کډوالو په کورونو کې خوښۍ راوستې. کله چې لومړی ګول ترسره شوه، موږ د خوښۍ اوښکې روانې شوې.
 
اغلې فاطمي کبري لیکلي: دا یوه ښکلې لوبه وه او پای یې ډیر ښکلی و. زه د هغه چا په توګه چې په ایران کې لوی شوی یم، د دې بریا مبارکي خپلو هغو ایراني هېوادوالو ته وایم چې ملي روحیه یې لا هم په زړونو کې ځلېږي.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د فوټبال ملي ټیم پرون د فوټبال د نړیوال جام په ګروپي پړاو کښې وتوانید چې د ویلز د فوټبال ملي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د جدول په دوهمه درجه کښې راشي.
 
https://avapress.com/vdcbz8b50rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته