کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د ميندو د مړينې د زياتوالي په اړه د روغتيايي مسؤلينو اندېښنه څرګند کړه

6 قوس 1401 ساعت 11:33

د هېواد د نسايي ولادي ټولنې مسؤلينو په هرات کې په جوړه شوې يوه ورځنۍ علمي غونډه کې د زېږون پر مهال د ميندوارو ميندو د مړينې پر زياتوالي اندېښنه وښوده.


آوا - هرات: د هېواد د نسايي ولادي ټولنې مشرې اغلې نجم السما شفاجو هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا له وزارت څخه یې ترلاسه کړي، په هیواد کې د ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو څخه ۶۳۸ تنه میندې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.
 
هغې زیاته کړه: یونیسف په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان د آسیا د هیوادونو په منځ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
 
هغه ټینګار وکړ: زیاتره ښځې د امیندوارۍ پر مهال په مختلفو ناروغیو اخته کیږي او دغه حالت د زیږون پر مهال د ښځو لپاره د جدي ستونزو لامل ګرځي.
 
مېرمن شفاجو زیاته کړه: په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک د مرستو د کمېدو له امله ۲۳۳۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
د هېواد د نسايي ولادي ټولنې مسؤلي زياته کړه: په افغانستان کې يوه له جدي ستونزو څخه چې کورنۍ يې اغېزمن کړي، اقتصادي ننګونې، د پوهې نشتوالى او د حمل پر مهال ناسمه درملنه ده.
 
په همدې حال کې د هرات د نسايي ولادي روغتون متخصصې روزونکې ډاکتره نجيبې آذر وويل: د دغه ولايت په نسايي روغتون کې هره ورځ تر ٧٠ زيات زيږون کېږي، چې له بده مرغه يو شمېر مېرمنې روغتون ته د نه پوهېدو او ناوخته رسېدو له امله مري.
 
ده زياته کړه: د زياتو ښځو په منځ کې د پرله پسې زيږون له امله د وينې کمښت، د کلسيم له کمښت او نورو ستونزو سره مخ شوي دي.
 
مېرمن آذر وویل: د اقتصادي ستونزو او د ټرانسپورټ د واټن له امله، امیندواره میندې باید په هرو دریو میاشتو کې یو ځل ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې له زیاتو ستونزو سره مخ نه شي.
 
له بلې خوا د هرات ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر محمد آصف کبير وايي: د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د هېوادوالو په تېره بيا ميندوارو ميندو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هر ډول هڅې کړې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د ښار او ولسواليو په هر روغتيايي مرکز کې يوې قابلې ته اړتيا ده، چې د ميندوارو ميندو پالنه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه علمي غونډه د زون په کچه جوړه شوې او د پيل موخه يې د نسائی او ولادي د ډاکټرانو د وړتياوو لوړول دي.
 


د مطلب کود: 261514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261514/په-هېواد-کې-د-ميندو-مړينې-زياتوالي-اړه-روغتيايي-مسؤلينو-اندېښنه-څرګند-کړه

آوا
  https://www.avapress.com